International Journal of Multidisciplinary Trends
  • Printed Journal
  • Refereed Journal
  • Peer Reviewed Journal

2022, Vol. 4, Issue 1, Part C

د پښتو لرغونو ادبياتو کميت او کيفيت


Author(s): پوهاند دوکتور محمداسمعیل یون

Abstract:
له پښتو لرغونو ادبياتو څخه زموږ مقصد د پښتو ادبياتو لرغونې دوره ده. دا دوره چې له (۱۳۹هـ ق) يا د امير کروړ د ژوند له زمانې څخه بيا تر (۱۰۰۰هـ.ق کال) تر حدودو يانې د شيخ محمد صالح الکوزي د ژوند تر زمانې پورې رسېږي، ټول ټال (۹۰۰) کلونه شاوخوا يا نهه پېړۍ زماني بهير په غېږ کې رانغاړي.
په دې (۹۰۰) کلونو شاوخوا کې ټول ټال د (۲۸) تنو شاعرانو شعرونه شته، چې له شکلي پلوه په بېلابېلو ملي فورمونو کې ويل شوي دي. خو د قصيدې، غزل، رباعي او مثنوي په فورم کې شعرونه هم په کې شته، چې دا له عربي څخه راغلي شعري فورمونه ګڼل کېږي. په دې بحث کې موږ د پښتو لرغوني ادب پر شکلي او محتوايي فورمونو بحث نه کوو. يوازې د دې زماني بهير پر کميت او کيفيت لنډه رڼا واچوو:
د دې خبرې يادول هم ضروري دي، چې له کمي او کيفي پلوه د يوې ژبې د ادبياتو ارزونه اسانه کار نه دی. په تېره بيا دا چې د ادبياتو د کيفيت او يا کيفي حجم معلومول د رياضي د کوم فورمول په واسطه نه ترسره کېږي، چې د هغو له مخې په اسانۍ سره د يو ادبي اثر معنوي حجم او کيفيت معلوم کړو. په نړۍ کې ځينې داسې ژبې شته چې لرغونې ادبي پانګه يې زياته ده، خو د وخت په تېرېدو سره يې خپل هغه ادبي برم، شان او شوکت له لاسه ورکړی دی، ځينې نورې ژبې بيا داسې دي چې پخوانۍ پانګه يې ډېره زياته نه ده، خو وروسته يې وده کړې ده. د يوناني ژبې لرغوني ادبيات دومره بډايه وو چې تر ننه پورې يې ادبي نړۍ تر اغېزې لاندې ده، خو په وروستيو څو پېړيو کې يې بيا هغه شان جلال او عظمت نه درلود چې تر ميلاد وړاندې او لومړيو ميلادي پېړيو کې يې کوم قوت و. انګليسي ژبه تر (۱۷) پېړۍ وروسته په غوړېدو شوه او اوس د نړۍ ډېر معتبر ادبي، علمي او هنري اثار په همدې ژبه کې موجود دي. پښتو ادبياتو او پښتو ژبې هم د خپل ژوندانه په بهير کې د لوړتيا او ځوړتيا، يا ځوړتيا او لوړتيا بېلابېل پړاوونه وهلي، د زمانې له سختو او خونړيو ناتارونو سره سره يې تر موږه ځان ژوندی رارسولی او زموږ د نيکونو د ادبي پانګې يوه برخه يې تر موږه پورې خوندي رارسولې ده. د دې لوړتيا او ځوړتيا د کږلېچن بهير په باب هر اړخيز بحث کېدلی شي، خو موږ دلته غواړو يوازې د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې د ادبياتو د کميت او کيفيت او بيا د هغو د دواړو د پرتلنې په باب يو څه معلومات وړاندې کړو. دلته به د دې دورې د شعرونو د څومره والي په باب هم څه ووايو او د هغوی څرنګوالی به هم له هنري پلوه يو ځل له نظره تېر کړو.


Pages: 174-176 | Views: 392 | Downloads: 150

Download Full Article: Click Here
How to cite this article:
پوهاند دوکتور محمداسمعیل یون. د پښتو لرغونو ادبياتو کميت او کيفيت. Int J Multidiscip Trends 2022;4(1):174-176.
International Journal of Multidisciplinary Trends
Call for book chapter
Journals List Click Here Research Journals Research Journals